دلوبغاړو په اړه

ډوېډ لویډ: وېرات کوهلي د لوبڅارانو سپکاوی کړی

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني کریکټر لوبغاړي ډوېډ لویډ د وېرات کوهلي هغه عکس العملونه غندلې دي، چې پکې یې لوبڅارانو باندې نیوکې کړې وې. لویډ د کوهلي ورته کړنې ناسمې بللې دي او ویلي یې دي، چې کوهلي تل دا هڅه کوي ترڅو لوبڅاران تر خپل فشار لاندې راولي.

ډوېډ لویډ وویل: ((له لوبڅارانو سره د کوهلي انقباطات “بې احترامي” ده او زیاته یې کړه، چې د هند کیپتان دا هڅه کوي چې هرکله چې امکان ولري په امپائر فشار راوړي.)) دا په داسې حال کې ده، چې کوهلي په څلورمه شل اورېزه لوبه کې د انګلیستان پر وړاندې د لوبڅار پر هغې پریکړې توندې نیوکې وکړې چې لوبڅار د سوریا کمار کیچ اوټ حساب کړ خو کوهلي بیا برعکس په دې اند وه، چې هغه اوټ نه وه او کیچ شوی نه وه او بال په ځمکه لګېدلی وه.

لویډ له ډیلي میل ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، چې کوهلي په دې سفر کې د لوبڅارانو سپکاوی کړی دی او لوبڅارانو ته یې بې احترامي کړې ده.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال انګلیستان او هندوستان کریکټ لوبډلې د درې یو ورځینو لوبو لړۍ باندې بوختې دي چې له ډلې یې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه او چې پکې کوربه هندوستان بریا ترلاسه کړه راتلونکي یو ورځنۍ لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې