ریکارډونهنړیوال کریکټ

پرسېد کرشنا په لومړۍ نړیواله سیالۍ کې ریکارډ ثبت کړ.

د هندوستان او انګلستان ترمنځ د دڅلور ټیسټ او پنځه شل اوریزه سیالیو لړۍ وروسته چې دواړه یې کوربه هند وګټلې پرون د مارچ ۲۳ مه نېټه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه هندۍ لوبډلې په ۶۶ منډو بریا خپله کړه.

هند په لومړي وار توپ وهنې سره «۳۱۷» منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې انګلستانۍ لوبډله ۴۲ اورونو کې په ۲۵۱ منډو وسوځېده، که څه هم دغې لوبډلې ښه پیل ورکړ چې په ۱۴ اورونو کې یې پرته د کومې ویکټې ورکولو ۱۳۵ منډې درلودې، خو دغه لوبډله وروستیو کې له ستونزو سره مخ شوه او په ۲۵۱ منډو وسوځېده.

په دغه سیالۍ کې هندی چټک توپ اچونکی «پرسېد کرشنا» چې لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره کوله «۴» لوبغاړي وسوځول، نوموړي په ټولټال ۸.۱ اورونو کې یو میډن کړ ۵۴ منډې یې ورکړې او څلور انګلستاني توپ وهونکي یې وسځول.

نوموړی لومړی هندي توپ اچونکی شو چې په خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړیوال سیالۍ غوره توپ اچونه کوي، له کرشنا وړاندې نیل ډیویډ د ۲۱ منډو په ورکولو سره ۳، وېران ارون د ۲۴ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي سوځولي وو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې