دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

وېرات کوهلي د ای سي سي په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر کوهلي د انګلیستان پر وړاندې له ښه فعالیت وروسته د ای سي سی یا کریکټ نړیوالې شورا له لوري تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی دی.

کوهلي اوس مهال د ای سي سي له لوري د شل اورېزو سیالیو په وروستۍ درجه بندۍ کې دا مهال لومړی مقام له ځانه سره لري له دې وړاندې نوموړی څلورم مقام کې وه.

د دې ترڅنګ روهېت شرما هم مخکې تګ کړی دی او په دریم مقام کې قرار لري. په دوهم مقام کې پاکستانی بابر اعظم، په څلورم مقام کې روس ټیلر او په شپږم مقام کې فاف ډوپلیسیس شتون لري.

له بلې خوا کریکټ نړیوالې شورا د بالرانو او الراونډرانو درجه بندۍ هم اعلان کړې دي چې ځینو لوبغاړو پکې مخکې تګ کړی او ځینو نورو وروسته تګ کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې