نړیوال کریکټ

هند د قوي بالینګ په مرسته انګلینډ ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

د هندوستان او انګلیستان لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیریز لومړۍ لوبه هندوستان په خپله ګټه تمامه کړه، دې لوبه کې هندوستان لومړی توپ وهنه وکړه د پنځه لوبغاړو په اوټیدو یې په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۳۱۸ منډې لوړ هدف انګلینډ لوبډلې ته ورکړ.

د هندوستان لپاره روهیت شرما د ۲۸، ویرات کوهلي د ۵۶، کرونال پانډیا د ۵۸، کیل راهول د ۶۲ ناسوځیدلو او شکر دهوان زیاتې ۹۸ منډې جوړې کړې د انګلینډ له اړخه بین سټوکس ۳ او مارک ووډ دوه مهمې ویکټې واخستې.

دوهم اننګز کې انګلینډ د هدف پوره کولو لپاره هڅه وکړه خو ناکامه هڅه وه ددې لوبډلې لپاره جیسن رای ۴۶، معین علي ۳۰، مورګن ۲۲ او او جاني بریسټو تر ټولو زیاتې ۹۴ منډې جوړې کړې خو بیایې هم هدف پوره نکړ د لوبې په ۴۳ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټیدو ۲۵۱ منډې جوړې کړې.

د هند لپاره په دې لوبه کې پراسید کریشنا ۴، شردل ټکور ۳، بونیشور کومار ۲ او کرونا پنډیا یوه ویکټه واخسته

د یادونې ده چې دوهمه لوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ مه په پونې ایالات کې ترسره شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې