لیګونه

هغه د خپل واده له امله په لومړیو سیالیوکې د بنګلور په ګټه نه لوبیږي

د استرالیا مشهور ورو توپ اچونکی ادم زیمپا د خپل واده له امله نشي کولای د هندوستان په کورني تجارتي لیګ کې په لومړیو سیالیو کې د بنګلور لپاره ولوبیږي،


د رایل چلینجرز بنګلور لوبډلې ډاېریکټور مایک هیسن ویلي،


مونږ لپاره دا یو بد خبر دی چې یو ښه ورو توپ اچونکی په لومړی لوبه کې نلرو ادم زیمپا واده کوي نو هغه نشي کولای چې مونږ سره په لوبډله کې د ممبي انډینز خلاف په لومړی لوبه کې ولوبیږي،


مایک دا خبره تاید کړي چې د جنوبي افریقا مشهور توپ وهونکی ای بي ډي ویلیرز او استرالیایې الراونډر ګلین مکسویل به د اپریل په دريمه نېټه هندوستان ته راستانه شي،


یاده دې وي چې سږکال آی پي ایل په هند کې ترسره کیږي او لومړی لوبه به یې د ممبي او بنګلور لوبډلو ترمنځ د اپریل میاشتې په نهمه نېټه وشي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې