دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شکر دهوان: فشار په نړیوال کرکټ کې تل شتون لري، زه پوهیږم چې دا څنګه اداره کړم.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی «شکر دهوان» چې د انګلستان په وړاندې لومړۍ پنځوس اوریز لوبه کې د «۹۸» منډو جوړولو وروسته وسوځېدۀ وویل چې نړیوال کرکټ د فشار څخه خالي نه دی، او د تجربه لرونکي لوبغاړي په توګه زه پوهیږم چې څنګه دا ډول فشار اداره کړم.

شکر دهوان د انګلستان خلاف پنځه شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې یوازې یوه لوبه ولوبوله چې وروسته ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړل شوه.

لوبه چې کوربه هند په ۶۶ منډو وګټله د لوبې وروسته شکر دهوان وویل چې نړیوال کرکټ کې فشار تل شتون لري او خبره د تجربه لرونکي لوبغاړي په توګه ده، نو زه پوهیږم چې فشار څنګه اداره کړم.

نوموړي زیاته کړه لکه څنګه چې ما د تجروبې خبره وکړه، زه د لوبې وړاندې ویکټ ویشانځی ګورم او بیا پوهیږم چې په دې ویکټ څه ډول لوبه او څه ډول شاټونو ته ضرورت دی، دا هغه څه دي چې د تجروبه لرونکي لوبغاړي سره د منډې جوړولو په برخه کې مرسته کوي.

شکر دهوان زیاته کړه چې ما مې زما په فټنس، مهارت باندې تمرکز کاوه او زه تل په مثبت فکر کوم، زه تل هڅه کوم او له هر وضعیت څخه مثبت لوري ته ګورم، دا هغه څه دي چې ما کول، زه مې په ځان ډاډه وم چې که فرصت مې ترلاسه کړ نو زه به ښه ګټه ترې اخلم.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې