نړیوال کریکټ

رمیز راجا: کرکټ اوس ماډرن شوی دی او پاکستان کرکټ بورډ دې دغه مشورې عملي کړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز توپ وهونکی او اوسنی مشهور مبصر «رمیز راجا» په خپل یوټیوب چینل کې د خبرو پرمهال د پاکستان کرکټ بورډ ته ځینې مهم مشورې ورکړي دي.

رمیز راجا وویل چې کرکټ اوس عصري شوی دی او د پاکستان کرکټ بورډ هم دې ته اړتیا لري چې په کرکټ او چارو کې نوښت راولي، کوم چې د لوبډلې فعالیت نور هم پیاوړی کولای سي.

د نوموړي یوه مهمه مشوره دغه وه چې د پاکستان کرکټ بورډ باید اوس د دایمي کوچ « روزونکي» پاتې کېدو رواج پای ته ورسوي، نوموړي زیاته کړه چې موږ باید د نورو لوبډلو په څېر د دایمي روزونکو پرځای کارپوهان ولرو، څوک چې د یوې یا دوه سیالیو سفرونو لپاره د لوبډلې سره مل وي.

رمیز راجا زیاته کړخ چې پدې توګه به لوبغاړي د مختلف کوچینګ کارمندانو څخه د زده کړې فرصت تر لاسه کړي، او د دوی فعالیت به وده وکړي، د رمیز راجا په نظر دا سمه نده چې د لوبډلې سره دایمي روزونکی ولرئ، ځکه چې یو کوچ نشي کولای لوبډله ته وده ورکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې