نړیوال کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا د ښځینه توپ وهوونکو په درجه بندۍ کې شفالي ویرما لومړی مقام وګټه

د هندوستان د ښځینه لوبډلې تکړه پیلیزه توپوهونکې شفالي ویرما د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د توپ وهوونکو په لیست کې لومړی مقام وګټه، هغې دا مقام په وروستیو څو لوبو کې د ښې کاکردکۍ له امله خپل کړ.

د نړیوالې شورا په دغې تازه درجه بندۍ کې ویرما د ۷۵۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، بیټ موني د ۷۴۸ نمرو سره دوهم شوفي ډیوایني د ۷۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم مقام ګټلی دی.

شفالي ویرما اوس مهال ۱۷ کلنه ده او هندوستان لپاره قوي او چټکه توپوهنه کوي، هند بیګاه شپه سویلي افریقا لوبډلې ته په خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه کې په ۹ ویکټو ماتې ورکړه چې ویرما پکې ۶۰ چټکې منډې جوړې کړې.

په همدې لوبې سره په هند کې د سویلي افریقا سفر هم تمام شو په پنځه یو ورځنیو لوبو کې افریقا څلور وګټلې خو په دریو شل اوریزو کې یې بیا دوه وګټلې او په وروستۍ لوبه کې یې ماتې وخوړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې