ریکارډونه

د هندوستان لپاره په اوپنینګ کې د ډیرو پنځوسیزو جوړولو ملګرتیا دې لوبغاړو کړې

هندوستان چې په نړیواله سطحه د کرکټ په نړۍ کې مشهور او ریکارډ لروونکي لوبغاړي لري، دلته یې هغه جوړې در معرفي کوو چې د هند لپاره یې په اوپنینګ کې ښه ملګرتیا کړې او زیاتې پنځوسیزې یې جوړې کړې دي.

د کرک ټرکر ویب سایټ د معلوماتو له مخې ترټولو لومړی د سچن ټنډولکر او د سوراو ګنګولي جوړه ده چې دوی دواړو د هندوستان لپاره په یو ورځنیو لوبو کې ۴۴ ځلې اوپنینګ کې پنځوسیزې جوړې کړې دي او د خپل هېواد په سطحه یې لومړی مقام ګټلی دی.

دوهمه جوړه بیا په دې لیست کې د روهیت شرما او شکر دهوان ده دوی دواړو هم تیره ورځ د وریندر سهواګ او سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ او په ۳۱ پنځوسیزو جوړولو سره یې دوهم مقام وکټه.

دریمه او وروستۍ بیا د ورندر سهواګ او سچن ټنډولکر ده دوی دواړو د هندوستان لپاره په یو ورځنیو لوبو کې ۳۰ ځلي پنځوسیزې جوړې کړي دي.

هندوستان اوس مهال له انګلیستان سره په خپل کور کې د دریو یو ورځنیو لوبو په سیریز بوخت دی چې لومړۍ لوبه یې هندوستان ګټلې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې