دلوبغاړو په اړه

د نیوزیلینډ کرکټ لوبغاړو د «النور جومات» څخه لیدنه وکړه او د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره ولیدل.

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د «النور جومات» شهیدانو له کورنیو او ټپيانو سره په جومات النور کې وکتل ترڅو د یووالي څرګندونې وکړي، د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې لوبغاړو د یکشنبې په ورځ د النور جومات څخه لیدنه وکړه، دوی د کریسټ چرچ د غمجنې پیښې د شهیدانو کورنیو او ټپيانو سره وکتل.

د النور جومات ته د رسیدو سره حبیب مروت د جومات د امنیت په اړه لوبغاړو ته معلومات ورکړل،
د کنټربري د مسلمانانو ټولنې مشر محمد جامې د نورو چارواکو سره جومات ته د لوبغاړو ښه راغلاست ووایه، د بنګله دیش فرید احمد چې مېرمن یې د مارچ ۱۵مې نېټې په پیښه کې په شهادت رسیدلې وه لوبغاړو ته د درناوي په هکله خبر وکړې، اسلامي تعلیمات او په اسلام کې د جومات اهمیت.

اسلام یو سوله ایز دین دی، اسلام له موږ څخه غواړي چې د نورو ټولنو سره یوځای ژوند وکړو، هغه وویل چې جومات د الله تعالی کور دی او څوک چې مسجد ته راشي په امن کې راځي، هغه د نیوزیلینډ لوبغاړو ته بلنه ورکړه او ویې ویل چې هرکله چې وخت ولرئ د جومات دروازې ستاسو لپاره خلاصې دي، موږ تاسو او ستاسو کورنۍ ته ښه راغلاست وایو.

پدې مراسمو کې لوبغاړو هم خپل احساسات څرګند کړل او ویې ویل چې موږ د شهیدانو له کورنیو سره د هغه پېښې د لیدو لپاره راغلي یو چې دوه کاله وړاندې د مارچ په ۱۵ مه نیټه پیښه شوې وه او له هغوی سره پیوستون په پار دلته راغلي یو.

د غونډې په پای کې لوبغاړو د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره وکتل او د نیوزیلینډ کرکټ لوبډلې لوبغاړو شرټونه، کیپونه او نورې ډالۍ یې د ماشومانو په منځ کې وویشلې او د شهیدانو له کورنیو سره یې عکسونه هم واخیستل. د لوبډلې چارواکو د سه شنبې په ورځ د بنګله دیش خلاف دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ لپاره د شهیدانو کورنیو ته ټکټونه هم مفت ورکړل.

باید یاده کړو چې دوه کاله وړاندې په نیوزیلینډ کې د مسلمانانو په یو جومات «النور» باندې د جمعې لمنځه پر مهال برید وشو چې زیات شمېر کسان یې ټپیان او شهیدان کړل، د بنګله دیش لوبغاړي هم په یاد جومات کې د جمعې لومنځ ادا کاوه خو کوم زیان ورته ونه راسېدۀ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې