افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

د شل اوریزه فارمټ تازه درجه بندي اعلان شوه، افغان لوبغاړو ته بد زیري دي.

د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» تازه د لوبغاړو یو ورځنییو او شل اوریزه فارمټ درجه بندي اعلان کړه چې د نورې نړۍ ترڅنګ افغان لوبغاړي شاته او مخکې راغلي دي.

د شل اوریزه فارمټ تازه درجه بندۍ کې افغان ورو توپ اچونکی راشدخان چې له یو کال زیات په لومړي نمبر پاتې و اخېر هم دوهم مقام ته ښکته شو.

راشدخان که څه هم د زمبابوې خلاف درې شل اوریزه سیالیو کې ښه وځلېدۀ چې «۶» لوبغاړي یې وسوځول، خو دا دې سره سره هم لومړی مقام د سویلي افریقا توپ اچونکي «تبریز شمسي» او دوهم ته راشدخان ښکته شوی دی، همدا راز مجیب الرحمان بیا د دوهم مقام څخه پنځم مقام ته ښکته شوی دی.

د شل اوریزه فارمټ کې الراونډرانو کې محمدنبي په خپل لومړي مقام پاتې شوی خو توپ وهونکو کې حضرت ځاځي له نهم مقام څخه لسم مقام ته ښکته شوی دی.
ترڅنګ یې نجیب الله ځدراڼ او عثمان غني پرمختګ کړي چې نجیب الله ځدراڼ ۴۱م او عثمان غني بیا ۸۵م مقام دی راغلی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې