افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

د انګلستان ماتې وروسته افغانستان دریم مقام ترلاسه کړ.

د کوربه هندوستان او انګلستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیل شوه چې پکې انګلستانۍ لوبډله په ۶۶ متډو له ماتې سره مخ شوه.

دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا «ورلډ کپ سوپر لیګ» په چوکټ کې ترسره کیږي چې د لوبې په بایللو او ګټلو سره یې لوبډلې مخکې او وروسته تلی شي، انګلستانۍ لوبډلې د لومړۍ ماتې وروسته خپل دریم مقام افغانستان ته پرېښود او څلورم مقام ته ګوزار شوه.

د کرکټ نړیوالې شورا «ورلډ کپ سوپر لیګ» په درجه بندۍ کې اوس مهال استرالوۍ لوبډله د شپږ سیالیو څخه څلور په ګټلو لومړی، بنګله دیش د پنځو لوبو څخه د درې لوبو په ګټلو سره دوهم او افغانستان د درې لوبو څخه درې ګټلي دي چې اوس مهال دریم مقام لري.

باید یاده کړو چې د کرکټ نړیوالې شورا «ورلډ کپ سوپر لیګ» سیالۍ به تر ۲۰۲۳م کال پورې دوام ولري چې د ټېبل یر مخکښې «۸» لوبډلې به په ۲۰۲۳م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې پرته له کوالیفای روانډ ګډون وکړي، خو پاتې لوبډلې به د کوالیفای روانډ وروسته په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې