نړیوال کریکټ

ایون مورګن: د انګلیستان د ماتې علت څرګند کړ

د انګلیستان لوبډلې کپتان ایون مورګن د هند پر وړاندې د لومړۍ لوبې د ماتې علت څرګندکړ نوموړی وایي چې په لومړۍ ورځنۍ لوبه کې هندوستان د ښې توپ اچونې پرمټ موږ ته ماتې راکړه او هندوستان بریا خپله کړه.

مورګن پرون له لوبې وروسته رسنیو ته وویل چې زه خپل لوبغاړي او ټیم نه ملامتوم موږ پوره هڅه وکړه خو هندوستان د ښې توپ اچونې له امله موږ ته ماتې راکړه، موږ لږ غلطیانې وکړې ښه ملګرتیا مو ونه کړه علت یې همدا و چې موږ وبایلله.

ان ډي ټي وي د نوموړي له قوله لیکلي چې ” زه باور لرم چې موږ قوي لوبډله یوو، کولای شو ښه مقابله وکړو موږ ډیرې ښې لوبې کړي زیاتې مو ګټلي دي مګر هندوستان هم یو پیاوړې لوبډله ده همیشه چیلینجي لوبې کوي نن هغوی موږ ته د بال په مرسته ماتې راکړه.”

د یادونې ده چې هندوستان پرون په خپله لومړۍ لوبه کې انګلیستان ته ماتې د ۶۶ منډو پ توپیر ماتې ورکړه او د سیریز لومړۍ لوبه یې په خپل نوم ثبت کړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې