نړیوال کریکټ

انګلیستان کریکټ ټیم ممکن دوهمه لوبه د دغو دوه لوبغاړو په نشتون کې پیل کړې

د انګلیستان او هندوستان کریکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځڼۍ لوبه ترسره شوه چې دا لوبه د هندوستان کریکټ ټیم په بریا سره پاېته ورسېده. خو په دغه لوبه کې د انګلیستان د کریکټ ملي لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي هم ژوبل شول.

چې اوس یې له کبله په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې لوبېدل شکمن دي او ښایې په دوهمه لوبه کې لوبډلمشر ایون مورګن او ترڅنګ یې پیاوړی لوبغاړی سیم بلینګز شتون ونه لري.

تمه ده چې دوهمه یو ورځنۍ لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي. د راپورنو له مخې، چې لوبډلمشر مورګن د ګوتې د ټپ سره څلور ټپونه لري چې په دوهمه لوبه کې یې لوبېدل یقینې نه دي.

په هر حال له لوبې وروسته لوبډلمشر مورګن په یو کنفرانس کې وویل، چې د دوی د فټنس په اړه به ۴۸ ساعتونو کې معلومات وشي او د لوبېدو یا نه لوبېدو په اړه به یې پرېکړه وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې