افغانستان کریکټ

افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې لپاره نوی مشر وتاکه


د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله رسمي فسبوک خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د غوراوي کمیټې لپاره نوی نوی مشر ټاکلی دی، دوی نور په دې اړه کوم څه نه دي ویلي خو د هغه د انتخابیدو خبر یې تایید ګړی دی.

کرکټ بورډ پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې”پخوانی لوبغاړی، روزوونکی او ویډیو ژورنالیست اسدالله خان د ګمارنې د شفافې پروسې له لارې د افغانستان په کرکت بورډ کې د غوراوي څانګې مشر وټاکل شو”

اسدالله خان د افغان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی ښي لاسی توپ وهوونکی او ښي لاسی میډیوم فسټ بالر دی ددې ترڅنګ د ټیم روزونکی هم پاتې شوی دی او له دې وړاندې یې هم په کرکټ بورډ کې دنده ترسره کړې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې