افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

استرالیا غواړي چې د اوړي په موسم کې له افغانستان سره ټیسټ لوبه ترسره کړي.

افغانستان سږ کال اسټرالیا ته د تاریخي ټیسټ لپاره سفر کوي چې تیر کال د کرونا ناروغۍ له امله ځنډول شوی و، ټاکل شوې وه چې اسټرالیا د هندوستان پروړاندې سیریز څخه مخکې د افغانستان کوربه توب وکړي، په هرصورت، د افغانستان خلاف ټاکل شوې نېټه وځنډول شوه، که څه هم د هند پروړاندې د دوی لړۍ د اصلي مهال ویش سره په سمه توګه ترسره شوه.

تیر کال د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د استرالیا خلاف ټیسټ لوبه به په ۲۰۲۱م کال نومبر کې ترسره شي، د راپورونو له مخې اوس کرکټ اسټرالیا د افغانستان په وړاندې د ټیسټ تصدیق کولو په درشل کې دی، د راپورونو سره سم امکان لري چې لوبه په نومبر میاشت کې په هوبارټ کې ترسره شي.

یواځنۍ ټیسټ لوبه به اسټرالیاوي لوبغاړو ته فرصت ورکړي چې ځان د انګلستان خلاف ایشز سیریز لپاره چمتو کړي چې احتمال یې دی روان کال په ډسمبر کې پیل شي.

راشد خان د دې میاشتې په پیل کې «اي ایس پي این کریک انفو» ته وویل” تراوسه زموږ فعالیت ښه پر مخ روان دی، سږکال زموږ لپاره د لوبډلې، ملت او لوبغاړو دپاره خورا لوی کال دی او موږ به یې په وړاندې د ډک لاس راوړلو دپاره ترټولو غوره هڅه وکړو.

له بل پلوه افغانستان نسبتا ښه فعالیت کړی، د ایرلینډ په څیر دوی هم په ۲۰۱۷م کال کې د ټیسټ حیثیت ترلاسه کړی و او تراوسه یې شپږ لوبې لوبولې دي، له شپږ ټیسټ سیالیو څخه یې درې ګټلي او درې بایللي دي، د دې بریا څخه یوه د دې میاشتې په پیل کې په متحده اماراتو کې د زمبابوې په وړاندې وه چې د دوه ټیسټ سیاليو لړۍ یې یو یو مساوي پای ته ورسوله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې