دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

احساساتي کرونال پانډیا د مړ شوي پلار ته د ریکارډ ماتولو ډالۍ وقف کړه.

د هندوستان غوره لیګ کې د ممبۍ انډینز لوبډلې الراونډر «کرونال پانډیا» د سه شنبې په ورځ د انګلستان خلاف یو ریکارډ مات کړ چې یاده ډالۍ یې خپل مړ شوي پلار ته چې د روان کال جنورۍ په میاشت کې د زړه د ناروغۍ له امله مړ شو وقف کړه.

کرونال پانډیا د خپل کوچني ورور هارډیک پانډیا له سوځېدو وروسته پداسې حال کې میدان ته ښکته شو چې هندۍ لوبډلې په ۲۰۵ منډو کې ۵ لوبغاړي د لاسه ورکړي وو، کرونال پانډیا چې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې لوبېدۀ په ۲۶ توپونو چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه، د کېل راهول سره د نوموړي ۱۱۲ منډې ملګرتیا ددې سباب شوه چې هندۍ لوبډلې انګلستان ته د ۳۱۷ منډو هدف وټاکۀ.

هندوستان د درېو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه په ۶۶ منډو وګټله وروسته له هغه چې د پانډیا سره بل ملگري چې لومړۍ نړیواله لوبه ترسره کوله چټک توپ اچونکي پرسېد کرشنا د ۵۴ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول.

کرونا پانډیا د لوبې وروسته وویل چې زما ځواک، زما ملاتړی، زما مینه، زما هر څه زما پلار و، تر دې ځایه راسېدل د هغې برکت دی، زه ډاډه یم چې هغه به نن په ما باندې وویاړي او زما په کړنو په خوشاله وي، نوموړي د ښې لوبې ډالۍ د خپل پلار روح ته وقف کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې