نړیوال کریکټ

کورنال پانډیا نن په خپله لومړنی سیالۍ کې نېمه سلیزه ووهله

د هند د کورني کرکټ مشهور لوبغاړي کورنال پنډيا نن د انګلستان پروړاندې نېمه سلېزه جوړه کړه،
کورنال پنډیا له لوبې وروسته په اوښلنو سترګو د خبرو کوښښ وکړ خو بریالی نشو،

کورنال ځکه سخت وژړل چې پلار یې نه و هغه دا ارمان درلود چې د ملي لوبډلې لپاره ولوبیږي او خپل پلار یې د ښي لوبې وروسته ونازوي،

خو نن نوموړي ښه توپ وهنه ترسره کړه او دایې د کرکټ په نړۍ کې لومړی پنځوس اوریزه لوبه وه چې د هندوستان په ګټه یې د انګلستان پروړاندې ترسره کړه،
هند لوبډلې د کورنال پنډیا او د کیل راهول د غوره ملګرتیا پرمټ په لومړی پنځوس اوریزه لوبه کې انګلستان کرکټ لوبډلې ته د ۳۱۲ منډو هدف په مخ کې کيښود،

یاده دې وي چې کورنال پنډیا لاتراوسه توپ اچونه نده ترسره کړی داسي ښکارې چې په توپ اچونه کې به هم د هند په ګټه ښه ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې