بهرني لوبغاړيدلوبغاړو په اړه

کرونال پانډیا ژاړي خو ورور یې هارډیک پانډیا ډاډ ورکوي، خو لامل یې څه دی؟!

له ټیسټ او شل اوریزه سیالیو وروسته چې کوربه هندوستان دواړه لړۍ وګټلې، نن د مارچ ۲۳ مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پيل کړه، د ټیسټ او شل اوریزه لړۍ ګټلو وروسته د هند کرکټ مینوالو هیلې زیاتې شوې دي ترڅو د مېلما لوبډلې وروستۍ لړۍ هم وګټي.

هندۍ لوبډله د دوه ځوانو لوبغاړو کرونال پانډیا او پرسید کرشنا سره د لومړۍ لوبې لپاره ډګر ته ښکته شوه دواړو لوبغاړي نن لوومړۍ یورځنۍ لوبه ترسره کوي، دواړو لوبغاړو د هند په کورنیو سیالیو کې له ښې کارکرداګۍ وروسته ملي لوبډلې ته لار ومونده.

کرونال پانډیا او پرسید کرشنا د سه شنبې په ورځ په پوني کې د لومړۍ پنځوس اوریزې لوبې د پیل نه مخکې د خپلې لومړۍ یو ورځینۍ لوبې کیپونه «خولۍ» ترلاسه کړل، کرونال پانډیا بیا د خپل کوچني ورور هارډبک بانډیا څخه کیپ ترلاسه کړ او احساساتي شو.

په یوه ویډیو کې چې د هند کرکټ ادارې «بي سي سي ای» لخوا په خپل ټویټر اکاونټ خپر شوې ، ال راونډر خپل کېپ پورته کولو سره اسمان ته ګوري، دا شاید د هغه پلار «هیمانشو پانډیا» ته یو درناوی و چې د زړه په ناروغۍ اخته کېدو وروسته د روان کال په جنورۍ کې په دردناکه توګه مړ شو. وروسته هندي لوبغاړي کرونال او پرسید ته مبارکي وویله، ویډیو هغه وخت له احساساتي شوه کله چې تېریدونکي کرونال پانډیا خپل ورور په په غېږ کې ونیوۀ او وایي ژاړل.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې