مقالې

په نړیواله سطحه د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې سلیزې جوړوونکی د کورني کرکټ په ګریډ ون سیالیو کې لوبیږي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو پیلیز توپ وهوونکی شهزاد محمدي چې په نړیوال کرکټ کې یې د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې سلیزې جوړې کړې دي اوس مهال د هېواد د کورني کرکټ په ګریډ ون سیالیو کې لوبیږي، شهزاد د افغانستان لپاره یو ورځنیو لوبو کې شپږ او شل اوریزو کې یوه سلیزه لري، نوره نړۍ او د کرکټ لوبغاړي چې د هېواد لپاره ښې لوبې وکړي، ښه وځلیږي او لاسته راوړنې ولري نو هم ټیم او هم هېواد ته د پرمختګ باعث ګرځي خو افغانستان کې برعکس لوبغاړي له ستونزو او کمیو سره مخامخ کیږي.

دا چې څوک ملامت دی او څوک سلامت دی په اړه یې هېواد ورزشي خبریالانو، د کرکټ مبصرینو او نړیوالو په وار وار نظرونه څرګند کړي دي خو خبره داده چې ستونزه څه ده او ولې د هېواد له یو شمیر مشهور لوبغاړو سره د مور او میرې چلند کیږي ایا لوبغاړي خپل ځان سره په خپله ظلم کوي او سزا یې ویني؟ ایا کرکټ بورډ موقع نه ورکوي او که د ځینو سیاسي او زورورو سټو ښکار کیږي.

موده وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اضغر افغان له ملي تلویزیون سره په مرکه کې همدا پوښتنه ځواب کړه دا چې نوموړی څومره ریښتینی و په دې اړه یې څه نلرم خو خبره یې پرځای او قناعت بخشه وه، هغه ویل ” موږ په لوبغاړو کلونه کار وکړو ملي ټیم ته یې راولو نړیوالې لوبې وکړي خو چې بیرته هېواد ته ستون شي نو موږ هېواد کې د تمریناتو لپاره خاص امکانات نلرو، که لږ څه ناڅه لرو لوبغاړی پر ځان کار نه کوي کله چې له لوبډلې بیرته ستون شي په کور کیني تمرینات نه کوي حتمي خبره ده چې د هغه کرکټ خرابیږي نو موږ مجبور یو چې راتلوونکو لوبو ته هغه په کورني کرکټ کې ولوبو ترڅو بیرته د نړیوالو لوبو لپاره برابر شي”

بلخوا یو شمیر د کرکټ مینه وال او مبصرین وایي چې دننه په کرکټ بورډ کې لوبغاړو سره د مور او میرې چلند کیږي زیاتره خپلو خپلوانو ته موقع ورکول کیږي شاید دا خبره هم تر یوځایه سمه وي ځکه افغانستان دی او لرې نه ده چې غیری قانوني کار پکې ونه شي، شاید خلک په حقه وي.

که په هېواد کې د یو شمیر لوبغاړو کریر ته وګورو د اضغر افغان خبره تر یوه ځایه درسته ده، موږ یې ښه مثال د حضرت الله ځاځي لرو په ډیره سخته مو داسې یو بریدګر پیلیز توپ وهوونکی پیدا کړ په ډیر کمو لوبو کولو سره یې نړیوالو لوبغاړو خپل نوم ثبت کړ خو څه شو نوموړی نن سبا په کور ناست دی ځکه په خپله یې له ځان سره ظلم وکړ د ښو لوبو کولو وروسته ورته په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې موقع په لاس ورغله په پوره توګه ناکامه و، په کورني کرکټ شپږیزه کې ښه ونه شو لوبیدلی، په یو شمیر خارجي لیګونو کې واخستل شو ځان یې ښه ثابت نکړ نو له کوم درکه ملي ټیم ته لار پیدا کړي نوموړی باید پر ځان کار وکړي ترڅو یو ځل بیا پخوانی حضرت ځاځی جوړ شي.

سمیع الله شینواری له همداسې یو برخلیک سره مخ دی، شهزاد محمدي له بندیز وروسته راستون شوی چې د عربي متحده اماراتو په لس اوریزه لیګ کې ښه ونه لوبیده فټنس یې خراب شوی و باید چې کورني کرکټ کې خپل کیریز بیرته راجوړ کړي.

بلخوا بیا هغوی چې پرځان یې کار کړی سختۍ یې ګاللي نن د ملي لوبډلې برخه دي او ښه ځلیږي، رحمان الله ګربز، کریم جنت، نوین الحق او یوشمیر د خپلو کوششو له امله نن سبا د ملي لوبډلې برخه دي.

افغانستان د کرکټ روښانه راتلوونکی لري، اوس مهال دغې لوبډلې تر ډیره نظر نورو لوبډلو ته ډیرې لوبې ګټلي دا هېواد ښه استعدادونه لري، باید کرکټ بورډ ددوی له استعداد او کرکټ څخه ګټه پورته کړي ترڅو افغان لوبډله نوره هم په نړیواله سطحه پیاوړې لوبډله ثابت شي او ښې لوبې وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې