نړیوال کریکټ

هندوستان په خپل کور کې تراوسه کومو لوبډلو ته یو ورځني سیریزونه بایللي؟ لیکنه کې ولولئ

ټاکل شوې چې نن د مارچ ۲۳ مه د هندوستان او انګلیستان لوبډلو ترمنځ له شل اوریزه سیریز وروسته د یو ورځنیو لوبو سیریز پیل شي، دا درې لوبې دي چې د هندوستان په کوربتوب په پونې ایالات مراشټرا کرکټ سټډیوم کې ترسره کیږي.

خو هند له دې مخکې په خپل کور کې ډیر کم د یو ورځنیو لوبو سیریزونه بایللي دي، دغې لوبډلې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تراوسه یواځې درې دوه اړخیزه سیریزونه بایللي دي.

د نړیوالې کرک انفو د معلوماتو له مخې چې هندوستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې په کور دننه درې د یو ورځنيو لوبو سیریزونه بایللي دي کریک انفو لیکلي چې په ۲۰۱۲ کال کې یې پاکستان ته وبایله، ۲۰۱۵ کې سویلي افریقا ته او په دې وروستیو کې ۲۰۱۹ کال یې اسټرالیا ته سیریز وبایله.

اوس انګلینډ لوبډلې سره په کور دننه سیریز لري که په دې سیریز کې ماتې وخوري نو انګلیستان به څلورو هېواد شي چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې هند ته په خپل کور کې ماتې ورکوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې