نړیوال کریکټ

نیوزلینډ بنګلدیش ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه


د نیوزلینډ او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه هم نیوزلینډ په خپله ګټه تمامه کړه، دا لوبه انګلینډ په پنځه ویکټو وګټله، له دې وړاندې نیوزلینډ بنګلدیش ته په لومړۍ لوبه کې د ۸ ویکټو توپیر ماتې ورکړې وه.

نن لوبه کې لومړی توپ وهنه بنګلدیش وکړه د شپږ لوبغاړو په اوټیدو یې نیوزلینډ ته د ۲۷۲ منډو هدف ورکړ، چې نیوزلینډ لوبډلې دغه هدف په اسانۍ سره پوره کړ نن لوبه کې د بنګلدیش لپاره لوبډلمشر تمیم اقبال ۸۰، محمد میتن۷۳، مشفیق الرحیم ۳۴ او سومیا سرکار ۳۲ منډې جوړې کړې.

خو د لوبې په دوهم اننګز کې نیوزلینډ هدف په اسانۍد لوبډلمشر ټام لټمن په سلیزې سره پوره کړ نوموړي د لس څلوریزو پرمټ ۱۱۰ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې همداراز ډیون کنوای ۷۲ او جیمنیشن ۳۰ منډې جوړې کړې چې د لوبې په ۴۹ اور کې یې بریا خپله کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه او وروستۍ لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ مه نیټه ترسره شي.

د یادونې ده چې روانې یو ورځنۍ لوبې د دواړو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو لوبې دې چې په هرې بریا سره لس نمرې ترلاسه کوي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې