دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مایکل وان: غواړم کوهلي په ای پي ایل کې اوپنینګ کې وګورم

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی کیپتان مایکل وان په دې اند دی، چې په راتلونکي هند غوره لیګ کې به بنګلور لوبډله له وېرات کوهلي څخه اوپنینګ کې ګټه پورته کوي او نوموړی به د پیل لپاره توپ وهنه ته ښکته کوي.

چې مایکل وان دغه شیبې ته لیوالتیا څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې هغه غواړي په راتلونکي پړاو کې لوبډلمشر کوهلي یو پیلیز توپ وهوونکي په توګه ووینې.

د انګلینډ کریکټ ټیم دغه پخواني لوبډلمشر مایکل وان همدغه راز زیاته کړه، که چیرې کوهلي اوپنینګ ته کوز کړای شي نو دا به د لوبډلې په ګټه تمام شي. نوموړي له کرېکبز ورزشي ساېټ سره خبرو کې وویل، کوهلي هر چیرې او هر پوزېشن کې ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کولی شي.

زما په اند په پیل کې توپ وهنه کې کوهلي ته موقعې ورکول به لوبډله قوي او ځواکمنه کړې. کوهلي کولی شي په دوامداره ډول ښه او د پام وړ توپ وهنه ترسره کړې.

وان همدا شان وویل، چې هغه خورا لیواله دی چې د کوهلي اوپنینګ په ای پي ایل یا هندوستان غوره لیګ کې وګوري، دا په داسې حال ده چې کوهلي د انګلیستان پر وړاندې یوه لوبه کې اوپنینګ ترسره کړ او له لوبې وروسته یو مطبوعاتې کنفرانس کې د خبرو پر مهال کوهلي وویل، چې دا به سږ کال ای پي ایل کې اوپنینګ ترسره کوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې