نړیوال کریکټ

فن ایلن د لومړي ځل لپاره نیوزیلینډ کریکټ ټیم کې شامل شو

د نیوزیلینډ کریکټ بورډ له لوري د بنګله دېش پر وړاندې راتلوونکو درې نړیوالو شل اورېزو سیالیو ته د لوبډلې سکواډ (نوملړ) خپور شو. په دغه نوملړ کې پخواني لوبغاړي نشته او تر ډېره د ځوانو لوبغاړو نومونه پکې ښکاره کېږي.

د دغو لوبغاړو له ډلې یو هم د نیوزیلینډ د کورنې کریکټ پیاوړی لوبغاړی فن ایلن دی چې په لومړي ځل موقعې ورکړل شوې ده، ترڅو د نیوزیلینډ په ملي ټیم کې ولوبېږي، نوموړی وروسته له هغې نیوزیلینډ کریکټ ټیم کې شامل شو چې په کورنې یا ډومیسټیک کریکټ کې یې خورا په زړه پورې فعالیت ترسره کړی وه.

د نیوزیلینډ کریکټ بورډ له لوري اعلان شوې نوملړ کې د شپږو پیاوړو لوبغاړو نومونه نشته دی چې لامل یې ممکن دا وي چې دغه لوبغاړي ښایې هندوستان ته سفر وکړې او د ای پي ایل لپاره چمتووالی ونیسې.

ټاکل شوې ده چې د نیوزیلینډ او بنګله دېش کریکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اورېزو سیالیو لړۍ به د روانې مارچ میاشتې له ۲۸ مې نیټې څخه پیل شي او د اپرېل تر لومړۍ میاشتې پورې به دوام ومومي. د یادولو وړ ده چې دا درې واړه لوبې به په هیلټن ، نیپیر او آکلینډ کې ترسره شي.

د نیوزیلینډ کریکټ بورډ له لوري اعلان شوی نوملړ په لاندې ډول دی:

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې