دلوبغاړو په اړهلیګونه

سټارک په ای پي ایل کې نه لوبیږي خو لامل یې څه دی؟

مشهور چټک توپ اچونکی سږکال په آی پي ایل کې نه لوبیږي، سږکال د هندوستان کرکټ هیواد کورنی تجارتي لیګ څوارلسم پړاو د اپریل میاشتې په نهمه نېټه د ممبي او بنګلور په لوبه پیلیږي،
دې سیالیو کې د استرالیا مشهور چټک توپ اچونکی میچل سټارک نه لوبيږي،
میچل سټارک ویلي،
زه غواړم کورنیو سیالیو کې ولوبیږم دا چې ټول لوبغاړي آی پي ایل ته ځي نو زه غواړم ځوانو لوبغاړو سره پاتي شم او خپلې تجربي ورسره شریکي کړم،
زه به د سوات ویلز لوبډلې لپاره په څلور ورځنیو لوبو کې ولوبیږم او هيله مند یم چې دا کلب سږکال د اتلولۍ جام ترلاسه کړي،
زه د استرالیا لپاره په هر فارمټ کې لوبیدلی یم خو کورنیو سیالیو ته ارزښت ورکول د ځان لپاره ویاړ ګڼم،
زه به د خپل کلب ځوانو لوبغاړو ته روحیه ورکړم ترڅو سږکال مونږ دا جام وګټو،
یاده دې وي چې استرالیایي میچل سټارک په خپله خوښه داځل په څوارلسم پړاو کې نه لوبیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې