بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

رمیز راجا په خپل ټویټر د عمران خان پخواني یادونه تازه کړل.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني مبصر «رمیز راجا» په خپل ټویټر د لومړي وزیر «عمران خان» تر لوبډلمشرۍ لاندې د ۱۹۹۲ م کال نړیوال جام یوه نادره یادونه شریک کړه.

رمیز راجا په خپل ټویټر د ۱۹۹۲ م کال یو یادګاري عکس شریک کړی چې پکې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د ۱۹۹۲م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام د استرالیا مېلبورن کرکټ لوبغالي کې د عمران خان په لوبډلمشرۍ ګټلی و.

رمیز راجا په ټویټر لیکلي دي چې موږ په ۱۹۹۲م کال په لومړي ځل د نړیوال جام اتلوتلي خپله کړه او پاکستان دپاره مو ستر ویاړ راوړ، هغه زیاتوي چې د اوسني لومړي وزیر عمران خان هڅې وې چې ناممکن یې ممکن کړل او پاکستان یې د اتلوالي تر بریده ورسو.

رمیز راجا لیکي چې تل به دغه ویاړلي شیبې د نوموړي په یاد واوسي او هېڅکله به یې هېرې نشي، رمیز راجا اوس مهال د کرکټ لوبې مبصر او لوبډلمشر عمران خان یې د هېواد لومړی وزیر دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې