
رسل او نارین کلکتې لوبډلې ته خوشخبري ورکړه.
د کلکتې نایټ رایډرز «کې کې ار» د ویسټ انډیز دوه ستوري انډري رسل او سونیل نارین د سه شنبې په ورځ ممبۍ ته ورسېدل او د ۲۰۲۱م کال انډین پرمیر لیګ لپاره یې د لوبډلې روزنیز کمپ پیلیدو دمخه خپل اوه ورځنۍ قرنطین پیل کړ.
دغه جوړه لوبغاړي د متحده ایالاتو له لارې له کارابین څخه ممبۍ ته را ورسېدل. رسل د لوبډلې مینه والو ته په خطاب کې وویل “موږ اوس تاسو هلکانو ته نږدې یو، دا ځل لوبې په هندوستان کې دي.
انډین پریمر لیګ تېر کال د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شو چې ممبۍ انډینز یې د پنځم ځل لپاره اتلوالي خپله کړه.
ټاکل شوې ده چې څوارلسم پړاو هند غوره لیګ د هندوستان په کوربتوب په بېلا بېلو ښارونو کې ترسره شي، د مالوماتو له مخې ددغه لیګ پیل سیالیو ته د نندزاچیانو ورتللو اجازه نشته خو تر نیمایي سیالیو وروسته به بیا هند کرکټ اداره او روغتیا وزارت ورباندې غور وکړي.