افغانستان کریکټ

راتلونکې اونۍ افغان لوبغاړي خپل منځي سیالۍ ترسره کوي

افغانستان کرکټ لوبډله نن له متحده عربي اماراتو څخه هیواد ته راستانه شوه،

افغانستان کرکټ لوبډلې د مېلمه زیمبابوې سره درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې درې صفر یې مقابلي لوبډلې ته ماته ورکړه،

اوس افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې راتلونکې جمعه افغانستان لوبډله په دوه برخو وویشي،
افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کې لري چې د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د ملي لوبغاړو په شتون کې د دوو لوبډلو ترمنځ په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې یوه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۲۶ مه نېټه ترسره کړي؛

چې یاده لوبه به د ګڼو ننداره چیانو تر منځ ماسپښین مهال پیل شي او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون به دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه نشر ته وسپارل شي،

دا سیالۍ د کمال خان بند د جوړیدو په مناسبت ترسره کیږي چې ټول ملي لوبغاړي به پکې ولیدل شي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې