دلوبغاړو په اړه

د کېل راهول په شل اوریزه سیالۍ کې تر ناکامېدو وروسته د ګوتم ګمبیر تازه څرګندونې.

د هندۍ لوبډلې پخوانی پیلیز توپ وهونکی او کلکته نایټ رایډرز لوبډلمشر «ګوتم ګمبیر» داسې انګیري چې د انګلستان پر وړاندې په شل اوریزو سیالیو کې د ناکامۍ سربېره هم «کی ایل راهول» ته باید دریو واړو پنځوس اوریزو سیالیو کې چانس ورکړل شي.

راهول د انګلستان خلاف پنځو شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې څلور لوبې ترسره کړې چې د یو اننګز ۱۴ لوړې منډو پر مټ یې ټولټال «۱۵» منډې جوړې کړې او دوه ځلې په صفر «0» هم وسوځېدۀ.

پخواني هندي کریکټر مشهور «کریک انفو» سایټ سره په خبرو کې وویل” د کېل راهول د بېرته راستنېدو یوازینۍ لار د هغه لپاره لوبې ترلاسه کول او چانس ورکول دي، د یو لوبغاړي ګوښه کول به دوی ته هیڅ ګټه ونه کړي.

راهول ته باید د انګلستان خلاف درې واړه یو ورځنۍ سیالیو کې چانس ورکړل شي، یو څوک له پامه غورځېدلی دی، یوازینۍ لار چې تاسو یې بېرته راستون کړئ هغه ته د ډیرو فرصتونو ورکول دي.

ګمبیر زیاته کړه” کله چې تاسو د لوبې ډراپ شئ او فکر وکړئ چې د ناکامۍ په اساس د لوبډلې لرې شوي یاست، دا ښه احساس ندی، او شاید د یو لوبغاړي په اسعتداد ډېره منفي اغېزه وکړي.

کې ایل راهول د ۲۰۲۰م کال «ای پي ایل» لیګ مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی و، او هم د نیوزیلینډ خلاف پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ کې په ۲۲۴ منډو جوړولو سره د هندۍ لوبډلې مخکښ منډې جوړونکی لوبغاړی و.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې