نړیوال کریکټ

د پاکستاني حسن علي ټیسټ پایله منفې شوه او پاکستانۍ لوبډلې ته راستون شو

د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي حسن علي کرونا ټيسټ پایله منفې شوه او له پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شو.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د نوموړي د کرونا ټیسټ پایله مثبته ښودل شوې وه، چې له امله یې پاکستانۍ لوبډلې څخه کیښنول شو. خو له هغې وروسته نوموړي بیا د کرونا دوه ټیسټونه وکړل چې دواړه منفې وښودل شول.

نوموړی به اوس بیرته د زمبابوې او جنوبې افریقا خلاف راتلوونکو سیالیو ته راستون شي او ډېر ژر به د پاکستانۍ لوبډلې لپاره ولوبېږي. د یادولو وړ ده چې پاکستان سوپر لیګ هم د کرونا د ډېرو پیښو له امله په نیمه کې ودرول شو.

ټاکل شوې ده چې پاکستان کریکټ ټیم له جنوبې افریقا سره په سوېلي افریقا کې د پنځوس اورېزو او شل اورېزو سیالیو لړۍ ترسره کړې. له هغې وروسته به بیا زمبابوې کریکټ ټیم سره شل اورېزې او ټېسټ سیالۍ ترسره کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې