نړیوال کریکټ

د نن لوبې په ګټلو به سویلي افریقا هندۍ لوبډله کلین سویپ کړي

د هندوستان او سویلي افریقا د لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیریز پایته ورسید چې سویلي افریقا څلور د یو په مقابل کې وګټه او هندۍ لوبډلې ته یې په سیریز کې ماتې ورکړه، اوس د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو سیریز روان دی.

ددې شل اوریزه سیریز دوه یې له وړاندې سویلي افریقا ګټلي دي که په نننۍ لوبه کې بریا خپله کړي نو افریقا لوبډله هندۍ ښځینه لوبډله په خپل کور کې د سیالیو له ګټلو بیغمه کړي او کلین سویپ به یې کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه نن د مارچ په ۲۳ مه ماښام ۶:۰۰ بجې ترسره کیږي، سویلي افریقا لومړۍ لوبه د مارچ په شلمه په ۸ ویکټو وګټله دومه یې د مارچ په یوویشتمه په شپږ ویکټو ګټلې ده.

د همدې لوبې په پایته رسیدلو سره به د سویلي افریقا سفر هم په هندوستان کې تمام شي او ډک لاس به خپل هېواد ته ستنه شي ځکه له هند یې زیاتې لوبې ګټلې دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې