دلوبغاړو په اړهلیګونه

د بنګله دیش کرکټ بورډ او شکیب ترمنځ جنجال، شکیب ته په NOC کارت ورکولو بیا غور کوي.

د بنګله دیش کرکټ بورډ وايي چې د راتلونکي پړاو انډین پرمیر لیګ «ای پي ایل» لپاره الراؤنډر شکیب الحسن ته د نه اعتراض سند «این او سي» په ورکول له سره غور کوي، دا وروسته له هغه راپورته کیږي کله چې شکیب الحسن په ښکاره ډول د بنګله دیش کرکټ بورډ «بي سي بي» لخوا د هغه لیک غلط تشریح کولو باندې تور ولګاوه.

کله چې شکیب الحسن «کریک انفو» ته وویل ما د بنګله دیش کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې په «ای پي ایل» کې د لوبی اجازه راکړي، ما ندي ویلي چې د سریلانکا خلاف دوه ټیسټ لړۍ کې برخه نه اخلم، د بنګله دیش کرکټ بورډ د عملیاتو څانګې مشر «اکرم خان» اوس ویلي دي چې که شکیب الحسن غواړي د سریلانکا خلاف ټیسټ لوبې ولوبوي نو په راتلونکو ورځو کې به د هغه په نه اعتراض سیند «این او سي» ورکولو بیا غور وکړي.

اکرام خان کریک انفو ته وویل” ما واورېدل چې شکیب الحسن ویلي دي چې ما د هغه لیک سم ندی لوستی، شاید زه د هغه لیک غلط پوه کړی یم، که هغه غواړي چې په ټیسټ لوبو کې ولوبیږي نو موږ به په راتلونکي ورځو کې د یوې غونډې په ترس کې هغه ته په «این او سي» کارت ورکولو بحث وکړو.

اکرم خان زیاته کړه: شکیب الحسن په لیک کې لیکلي دي چې هغه غواړي په سریلانکا کې د دوه ټیسټ لړۍ پرځای «ای پي ایل» کې لوبیږي.

له دې دمخه شکیب الحسن د بنګله دیش کرکټ بورډ تورن کړی وو چې زما لیک یې ناسم لوستی دی، ما د ټیسټ لوبې څخه انکار ندی کړی، بلکې د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام چمتوالي په موخه مې له کرکټ بورډ وغوښتل چې «ای پي ایل» لیک کې د لوبېدو اجازه راکړي.

شکیب به د سږکال په «ای پي ایل» لیګ کې د کلکتې نایټ رایډرز لپاره ولوبیږي وروسته له هغه چې د فبرورۍ په میاشت کې د لوبغاړو په نیلام کې د یادې لوبډلې لخوا د «۳.۲» کروړه هندۍ روپیو په ارزښت واخیستل شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې