بهرني لوبغاړي

ایون مورګن: د جوپرا ارچر بیرته راتګ د ډاکټرانو په لاس کې دی

د انګلینډ کرکټ لوبډلې چټک توپ اچوونکی جوپرا ارچر تیره لوبه کې ژوبل شوی او اوس تر درملنې لاندې دی، انګلینډ لوبډله به د هغه په نشتون کې د هند پروړاندې د دریو یو ورځنیو لوبو سیریز ترسره کړي، ځکه د ډاکټرانو په وینا ارچر به ژر روغ نه شي.

د نړیوالې کریک انفو د معلوماتو له مخې چې د ارچر څنګل ژوبله شوې ده او ډاکتران یې په درملنه بوخت دي، د انګلینډ کرکټ لوبډلې کپتان ایون مورګن تیره ورځ د هغه په اړه رسنیو ته وویل چې موږ د ارچر لپاره هڅې کوو خو درملنه یې د ډاکټرانو په لاس کې ده.

د نوموړي خبرې نړیوالې کرک انفو خپرې کړي او لیکلي یې دي چې ” د جوپرا ارچر د راتګ لپاره موږ ډیر ضرورت لرو د هغه بیرته راتګ د ډاکټرانو په لاس کې دی، د هغه څنګل ژوبله شوې نو موږ سره به په یو ورځني سیریز کې ونه اوسي”

هغه همداراز رسنیو ته ویلي زه کوم ډاکټر نه یم چې ووایم ارچر به ژر ښه شي موږ د هغه ژوبلیدل لیدلي دي هغه به ډیر په قرار قرار ښه شي هغه وخت ته ضرورت لري او د ارچر د ښه کیدو په اړه به وخت خپله ځواب ووایي.

د انګلینډ کرکټ لوبډلې مشر روزونکي هم د هغه خبر تایید کړی دی چې نوموړی به په راتلوونکي سیریز کې ونه اوسي.

هند نن له انګلینډ سره د یو ورځنیو لوبو سیریز پیلوي چې ددوی تیز توپ اچوونکی جوپرا ارچر ورسره نشته.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې