بهرني لوبغاړي

ایا پوهیږئ سچن ټنډولکر ترټولو زیاتې سلیزې په کومې لوبډلې جوړې کړي دي؟

د هندوستان هېواد د کرکټ او د سلیزو پاچا سچن ټنډولکر چې د سلیزو په جوړولو کې نړیوال ریکارډ لري او تراوسه یې هیڅ کوم لوبغاړي دغه ریکارډ نه دی مات کړی، هغه په نړیوال کرکټ کې سل سلیزې جوړې کړې دي چې همدا ریکارډ له کلونو راهیسې دده په نو ثبت دی.

ټنډولکر نږدې د نړۍ په هره لوبډله سلیزې جوړې کړې دي، پاکستان، اسټرالیا، بنګلدیش، انګلینډ، سریلانکا، زمبابوی، سویلي افریقا، نیوزلینډ، ویسټ انډیز، کینیا، نمیبیا او یو شمیر نورې هغه لوبډلې دي چې سچن ټنډولکر پرې سلیزې جوړې کړې دي.

خو نوموړي ترټولو زیاتې سلیزې بیا د نړۍ په پیاوړې او ستره لوبډله چې تر ډیره یې نړیوال جامونه هم ګټلي دي جوړې کړي دي چې هغه د اسټرالیا لوبډله ده ټنډولکر په خپلو سلو سلیزو کې شل یې په اسټرالیا جوړې کړې دي.

ټنډولکر خپلې سل سلیزې له ۱۹۹۰ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې جوړې کړې دي چې لومړۍ سلیزه یې د انګلینډ خلاف او خپله وروستۍ سلیزه یې بیا د بنګلدیش خلاف په ۲۰۱۲ کال د مارچ په شپاړلسمه ثبت کړې ده.

ټنډولکر په یو ورځنیو لوبو کې ۴۹ او په ټیسټ لوبو کې ۵۱ سلیزې جوړئ کړې دي چې په شل اوریزو لوبو کې بیا کومه سلیزه نه لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې