بهرني لوبغاړيدلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ته یو ښه خبر دی.

له اوږد ځنډ وروسته بیا د خپلې لوبډلې لپاره لوبیږي، د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی «بین سټوکس» د نړیوال جام څخه راپدیخوا د انګلستان لپاره په پنځوس اوریزه فارمټ کې نه و لوبیدلی.

بین سټوکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یو ترټولو مخکښ الراونډر دی چې ډېر کله یې د انګلستان په ګټه د توپ اچونې ترڅنګ غوره توپ وهنه هم ترسره کړی ده، نوموړي په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې د انګلستان لپاره بهترینه توپ وهنه ترسره کړه چې انګلستان لوبډله یې د ۲۰۱۹ م کال اتله لوبډله کړه.

بین سټوکس یوازینی لوبغاړی دی چې په شل اوریزو، ټيسټ، او پنځوس اوریزو لوبو کې د انګلستان لپاره لوبیږي،
هغه په نړیواله کچه د کرکټ نړیوالې شورا سره په درې واړو فارمټو کې مهم ځای لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې