لیګونه

آی پي ایل: د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره ښه خبر

په پام کې ده، چې د هندوستان هېواد مشهور شل اورېز سوداګرېز کریکټ لیګ د راتلونکي میاشتې په لړ کې د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شي، چې دا به د دغه لیګ ۱۴ م پړاو وي او ممبۍ انډیانز لوبډله به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

له بلې خوا د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره ښه خبر بیا دا دی، چې د دغې لوبډلې پیاوړي او کلیدي لوبغاړي به ډېر ژر له چینای سوپر کېنګز لوبډلې سره یو ځای شي او په تمریناتې کمپونو کې به د چینای لوبډلې سره مل وي.

د دغو لوبغاړو له منځه یو هم هندوستانی سرېش رېنا دی. نوموړی د چینای سوپر کېنګز لوبډلې یو سټار او کلیدي لوبغاړی دی، هغه په ټولنېزو رسنیو کې خبر ورکړی دی، چې ډېر ژر به له چینای لوبډلې سره یو ځای شي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال ځینې کریکټران د قرنطین د بند مودې باندې محکوم دي او له دغه بندېز وروسته به د کرونا ټیسټ ورکوي او له پایلې معلومیدو وروسته به تمرینات پیلیوي. په پام کې ده، چې دغه لیګ د اپرېل میاشتې له ۹ مې نیټې څخه پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې