لیګونه

کلکتې د راتلونکي «ای پي ایل» لیګ دپاره خپل کمپ پیل کړ، خو قوانین یې سخت دي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱م کال څوارلسم پړاو انډین پرمیر لیګ «ای پي ایل» لپاره کلکته نایټ رایډرز «کې کې ار» خپل روزنیز کمپ پیل کړي چې له مخې یې لوبغاړو او کارمندانو خپل لازم اوه ورځنۍ قرنطین پیل کړي.

د کلکته نایټ رایډرز ویکټ کیپر توپ وهونکی دنیش کارتیک ، همکار روزونکي ابھیشیک نیار ، چټک توپ اچونکی کملیش ناګارکوټي او توپ وهونکی راهول تریپاټي د یکشنبې په ورځ د قرنطین پیل وکړ.

کارتیک تېر فصل کې د ګروپ مرحلې له نیمایی پورې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لوبډلمشر په توګه پاتې شو خو د لیګ په نیمایي کې د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر «ایون مورګن» د یادې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، مورګن تمه لري چې پدې فصل کې هم د کلکتې لوبډلې لوبډلمشر پاتې شي.

د ټورنمنټ لپاره ټاکل شوي ځایونه کلکته ، چینای ، ممبۍ ، احمد آباد ، ډیلي او بنګلور دي، کلکته به د دوی ګروپي مرحلې سیالۍ په چیناي ، ممبۍ ، احمد آباد ، ډیلي او بنګلور کې لوبوي، تمه ده چې دغه لیګ به د راتلونکي اپریل په ۹ مه نېټه پیل شي چې د مۍ میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې