افغانستان کریکټ

پوهیږئ چې افغانستان ته یو ورځنیو لوبو کې زیاتې منډې کومو لوبغاړو جوړې کړي دي؟

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د اپریل په ۱۹ مه نېټه د سکټلینډ خلاف ترسره کړه، له ۲۰۰۹م کال څخه یې تر ۲۰۲۱م کال پورې ټولټال «۱۲۹» نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي، ۶۲ لوبې یې ګټلي او ۶۳ لوبې یې بایللي دي، له ۲۰۰۹م کال راهیسې تر ۲۰۲۱م کال پورې د هغو افغان لوبغاړو لیسټ چې زیاتې منډې یې جوړې کړي دي.

لومړی محمدنبي عسی خیل هغه افغان لوبغاړی دی چې تر ټولو زیاتې «۲۸۱۷» منډې یې جوړې کړي دي، محمدنبي په ټولټال ۱۱۴ اننګزونو کې د ۲۷.۶۱ اوسط او ۸۵ سټرایک ریټ سره یادې شوي منډې ترلاسه کړي دي، نوموړي یوه سلیزه او ۱۵ نیمه سلیزې تر لاسه کړي دي.

په دوهم مقام محمد شهزاد دی.
محمد شهزاد په ټولټال ۸۴ اننګزونو کې «۲۷۲۷» منډې د ۳۳.۶۶ اوسط او ۸۸.۴۸ سټرایک ریټ سره ترلاسه کړي دي، نوموړي ۶ سلیزې او ۱۴ نیمه سلیزې ترلاسه کړي.

دریم مقام کې بیا رحمت شاه زرمتی دی، نوموړي په ټولټال ۷۲ اننګزونو کې «۲۴۶۷» منډې د ۳۵.۷۵ اوسط او ۷۰.۶۲ سټرایک ریټ سره ترلاسه کړي دي، نوموړي ۵ سلیزې او ۱۶ نیمه سلیزې هم ترلاسه کړي دي.

همدغه راز اضغر افغان په ۲۴۲۴ منډو جوړولو سره څلورم، سمیع شینواری په ۱۸۱۱ منډو جوړولو سره پنځم او نجیب الله ځدراڼ په ۱۵۱۶ منډو جوړولو سره شپږم افغان لوبغاړی دی چې یو ورځنیو سیالیو زیاتې منډې جوړوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې