دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویراټ کوهلي به د انګلستان خلاف یو ورځنۍ لوبو کې اوپنینګ وکړي؟
کوهلي یې ځواب وایي.

په شل اوریزه او ټیسټ لړیو کې د بریا له ثبت وروسته هندۍ کرکټ ملي لوبډله اوس بشپړ چمتووالی نیسي چې د مارچ په ۲۳ مه په پوني کې پیل کېدونکي یو ورځینیو سیالیو لړۍ هم د ځان په ګټه پای ته ورسوي.

هندوستان په شل اوریزه لړۍ کې د مختلفو افتتاحی «اوپنرانو» ترکیبونو هڅه وکړه، مګر د ویرات کوهلي او روهیت شرما پیل تر ټولو ګټور تمام شو، روهیت شرما او کوهلي په پنځمه شل اوریزه سیالۍ کې د ۹۴ منډو ملګرتیا وکړه، اوس ټولې سترګې د یو ورځنۍ لوبې یولس کسیز نوملړ او پیلیزو توپ وهونکو په لور دي.

شکر دھوان د لومړي شل اوریزې لوبې وروسته سمدلاسه کېښنول شو او وروسته ځوان لوبغاړي غوره کړل شول، په هرصورت، د یو ورځینیو سیالیو د پرانیستې جوړې په اړه لوبډلمشر ویرات کوهلي دا په بشپړ ډول روښانه کړه چې شکر دهوان او روهیت شرما تجربه لرونکي جوړه به د انګلستان خلاف یو ورځنۍ لوبو پیلیز توپ وهونکي وي.

ویراټ کوهلي په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: شکر دھوان او روهیت شرما به حتماً پرانستګر توپ وهونکي وي، پدې اړه هیڅ شک شتون نلري، دوی په تېرو څو کلونو کې د حیرانتیا وړ لوبې ترسره کړي دي.

دا خبرې داسې مهال راپورته کیږي چې د انګلستان خلاف پنځمه شل اوریزه سیالۍ کې تر اوپنینګ وروسته کوهلي څرګنده کړه چې را روان فصل کې د بنګلور لپاره اوپینینګ کوي، او نوموړي هیله مندي وښوده چې راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې هم اوپنینګ ترسره کړي، نوموړي ویلي و چې د اوپنینګ په لوبېدو ښه اخساس کوي، او هندوستان اوس مهال میډل ارډر کې ښه توپ وهونکي لري چې ممکن ماته اړتیا پیدا نشي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې