لیګونهنړیوال کریکټ

ویرات کوهلي او ډله یې په کرایي الوتکه کې پونې ته لاړل

هندوستان له انګلیستان سره د ټیسټ او شل اوریزه سیریزونو وروسته د دریو یو ورځینو لوبو د سیریز لپاره چمتووالی نیسي، هند دواړه مخکني ټیسټ او شل اوریزه سیریزونه له انګلیستان لوبډلې وګټل او د خپل وروستي سیریز لپاره له احمد اباد پوني ایالات ته روان شول.

د کرکټ کنټري ویب سایټ په وینا چې ویرات کوهلي او ډله یې پرون یکشنبه په یوه کرایي الوتکه کې پوني ایالات ته ولاړل ترڅو د دریو یو ورځنیو لوبو لپاره چمتوالی ونیسي، د کرکټ کنټري په وینا چې دا لوبې به په مراشټرا کې د مراشټرا کرکټ اسوسیشن په سټډیوم کې ترسره شي.

ویب سایټ لیکلي چې لوبې به د بندو دروازو ترشاه ترسره شي او نندارچیانو ته د وبې د کتلو اجازه نه ورکول کیږي ځکه په پونه کې د کرونا د مثبتو پیښو شمیر زیات دی له همدې امله دوی اجازه نه کوي چې مینه وال لوبه له نږدې وګوري.

خو له رسیدو سره سم دغه لوبډله جریمه شوې هم ده ځکه د کرکټ نړیوالې شورا په وینا چې هند لوبډلې وروستۍ شل اوریزه لوبه کې اورونه په ځنډ سره کړي دي نو ۴۰ فیصده جریمه شوې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د مارچ په ۲۳ مه دوهمه به په ۲۶ مه او دریمه به په ۲۸ د مارچ ترسره شي.

هند انګلیستان ته په ټیسټ کې د ۳-۱ ماتې ورکړه او په شل اوریزه لوبه کې یې د ۳-۲ ماتې ورکړه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې