دلوبغاړو په اړه

شرجیل خپله سزا تيره کړه پاکستان کرکټ لوبډله داسي اوپنر ته سخته اړتیا لري

پاکستان کرکټ بورډ تیره ورځ د زیمبابوې او جنوبي افریقا خلاف خپله لوبډله اعلان کړه چې پکې یو ځل بیا په فساد ککړ لوبغاړي شرجیل خان ته موقع ورکول شوه،


د شرجیل خان په راتګ ډېرو پخوانیو لوبغاړو منفي غبرګونونه وښودل لیکن په سلیکشن کمېټې هېڅ ډول تاثیر ونکړ،


اوس تازه د پاکستان ورو توپ اچونکې شاداب خان په یو بیان کې ویلي،
شرجیل ډېر وخت له نړیوال کرکټ څخه لري و هغې د خپلو کړنو سزا ولیدله نو اوس ضرورت دی چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله یې د ځان سره په لوبډله کې غوره کړي،


پاکستان لوبډله داسي یو مهم لوبغاړي ته ډېره اړتیا لري ترڅو په نړیوال سټيج غوره توپ وهنه ترسره کړي،


یاده دې وي چې د کرکټ په نړۍ کې په فساد ککړ ډېر لوبغاړي پاکستاني وي چې هر کله یې پر خپل هیواد او لوبډله د پیسو په بدل کې معامله کړي وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې