نړیوال کریکټ

سچن ټنډولکر یوځل بیا هندوستان ته اتلولي ور په برخه کړه

هندوستان د افسانوي لوبغاړو د سیریز اتلولي وګټله، د افسانوي لوبغاړو ترمنځ سیریز چې څه موده وړاندې پیل شوی و بیګاه شپه د هندوستان هېواد په اتلولي پایته ورسید، وروستۍ لوبه کې هند سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره دا اتلولي وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ لوبه هندوستان د ۱۴ منډو په توپیر وګټله، لوبه کې لومړی توپ وهنه هندۍ لوبډلې وکړه د څلور لوبغاړو په اوټیدو یې سریلانکا ته د ۱۸۲ منډو لوړ هدف ورکړ چې سریلانکا یې په پوره کولو کې پاتې راغله.

همدې لوبه کې د هند لپاره سچن ټنډولکر چې د هند لیجینډ لوبډلې کپتان هم و ۳۰، یوارج سینګ ۶۰ او یوسف پټان ۶۲ منډې جوړې کړې.

دوهم اننګز کې بیا د سریلانکا توپ وهوونکو لوبډلمشر دلشان ۲۱، ویرارنتی ۳۸، جیاسیګ ۴۰ او جیشوریا ۴۳ منډې جوړې کړې خو د ۷ لوبغاړو په اوټیدو سره یې بیا هم بریا ترلاسه نکړه.

هند، سریلانکا، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، انګلیستان، بنګلدیش او اسټرالیا هغه لوبډلې دي چې په دغه سیریز کې ولوبیدل په دې لوبو کې یواځې د هېوادونو تقاعد شوي لوبغاړي او افسانوي لوبغاړو برخه اخستې وه.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې