ریکارډونهنړیوال کریکټ

د کرکټ په تاریخ کې کومو هېوادونو زیاتې یو ورځنۍ لوبې ګټلي دي؟راځئ په دغه لیکنه کې یې رسره ولولئ!

د یو ورځنۍ لوبې فارمټ په لومړي ځل له ټیسټ کرکټ وروسته په ۱۹۷۱م کال کې رامنځته شو چې لومړۍ لوبه یې په ۱۹۷۱م کال کې د جنورۍ په ۵ مه نېټه د انګلستان او استرالیا ترمنځ مېلبورون کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې استرالیا پکې په ۵ ویکټو بریا خپله کړه، د دغه فارمټ لوبه په لومړي ځل «۶۰» اورونه لوبه ترسره کېده، خو له ۱۹۸۳م کال وروسته د دغه فارمټ اورونه له ۶۰ څخه ۵۰ ته محدود شول.

راځو هغه هېوادونو ته چاچې له ۱۹۷۱م کال څخه تر نن ورځې زیاتې یو ورځنۍ لوبې ګټلي دي.

لومړی: تر ټولو زیاتې لوبې استرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې ګټلي دي، استرالیا له ۱۹۷۱م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې ټولټال «۹۵۵» سیالۍ ترسره کړي دي، ۵۷۹ لوبې یې ګټلي دي او ۳۳۳ لوبې یې بایللي دي، د کټلو فیصدي یې ۶۳.۳۵ ده.

دوهم: هندۍ لوبډله په «۵۱۴» سیالۍ ګټلو سره دوهم مقام لري، هند له ۱۹۷۴م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې ټولټال «۹۹۰» لوبې ترسره کړي دي، ۵۱۴ یې ګټلي دي او ۴۲۶ لوبې یې بایللي دي، د ګټلو فیصدي یې ۵۴.۶۳ ده.

دریم: پاکستان دی، پاکستان له ۱۹۷۳م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې ټولټال «۹۳۰» لوبې ترسره کړي دي، ۴۸۸ لوبې یې ګټلي دي، ۴۱۳ یې بایللي دي، د ګټلو فیصدي یې ۵۴.۱۲ ده.

څلورم: ویسټ انډیز دی، ویسټ انډیز له ۱۹۷۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې ټولټال «۸۲۸» لوبې ترسره کړي دي، ۴۰۴ لوبې یې ګټلي دي، ۳۸۴ لوبې یې بایللي دي، د ګټلو فیصدي یې ۵۱.۲۴ ده.

افغانستان په دغه لیسټ کې ۱۲م مقام لري، افغانستان له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې ټولټال «۱۲۹» لوبې ترسره کړي دي، ۶۲ یې ګټلي دي، ۶۳ یې بایللي دي، د ګټلو فیصدي یې ۴۹.۶ ده.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې