بهرني لوبغاړي

د کرکټ بیرته راتګ لپاره هيڅ راز پلان نلرم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکې یو ځل بیا د پاکستان کرکټ بورډ اداره په درغلیو او فساد ککړه وبلله،


محمد عامر چې په حیرانونکې ډول یې روان کال د نړیوال کرکټ سره مخاښه وکړه نن یې بیا هم پاکستان کرکټ بورډ ته سختې ګواښونکې خبرې وکړي،


عامر وایې، پاکستان کرکټ بورډ یوازي د لوبغاړو څو سیالۍ ګوري او بیا یې ملي لوبډلې ته راوړي چې دا سم کار نه دی،


اوس مهال غوره استعدادونه دي چې پاکستان کرکټ سلیکشن کمېټه ورته هېڅ راز موقع نه ورکوي،


پاکستان کرکټ بورډ ټول استعدادونه له پامه غورځولي، ما هم د همدي بدبختیو له وجي د نړیوال کرکټ څخه تقاعد واخیست زه بیا نړیول کرکټ راتګ ته په اوسني وخت کې هېڅ ډول پلان نلرم،


یاده دې وي چې د پاکستان کرکټ بورډ د سلیکشن کمېټې مشر وسیم خان هغه لوبغاړو ته داځل د جنوبي افریقا پروړاندې چانس ورکړی چې ډېر پخواني او اوسني لوبغاړي یې خلاف دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې