نړیوال کریکټ

د لوبلړۍ ګټلو وروسته هندۍ لوبډله جریمه شوه.

د کوربه هندوستان او انګلستان ترمنځ د څلورو ټیسټ سیالیو لړۍ وروسته د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ هم پای ته ورسېده چې کوربه هند پکې درې د دوه په وړاندې بریا خپله کړه.

د لړۍ پنځمه او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې هندۍ لوبډله وروسته له هغې جریمه شوه چې د ټاکل شوي وخت څخه یې دوه اورونه په ځنډ سره ترسره کړل.

وروسته له هغه چې هندوستان د ټاکل شوي وخت څخه دوه اورونه په ځنډ سره ترسره کړل، د لوبغاړو او لوبډلې ملاتړ پرسونل لپاره د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د چلند اصول د «۲.۲۲» مادې پراساس چې د لوړې کچې سرغړونو پورې اړه لري، د لوبې ۲۰ سلنه نغدي جریمه ورکړل شوه.

دا د هند او انګلستان او ترمنځ د شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې دوهم ځل دی چې یوه لوبډله د اورونو په ځنډ ترسره کولو لهدامله جریمه ورکوي، له دې وړاندې د لړۍ په څلورمه سیالۍ کې انګلستانۍ لوبډلې د اورونو په ځنډ ترسره کولو له امله جریمه ورکړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې