نړیوال کریکټ

د سچن ټنډولکر لور د هند په اتلولۍ سخته خوشحالي ښودلې


د سچن ټنډولکر لور سارا ټنډولکر د هند د افسانوي اوبغاړو په اتلولي سخته خوشحالي ښودلې ده، او هغه دا خوشحالي په خوښي لمانځلې ده، سارا پر خپل انسټګرام د لوبې یوه لنډه ویډیو خپره کړې ده او د لوبې په بریا یې خوښي ښودلې ده.

سارا ټنډولکر پر خپل انسټګرام یوه ویډیو خپره کړې د کرکټ ترکر د معلوماتو له مخې چې له همدې ویډیو څخه لیدل کیږي چې هغې دا لوبه په تلویزیون کتله نوموړې د کرکټ ډیره زبردسته مینه واله ده او وخت ناوخت د لوبې د کتلو لپاره میدان ته هم ورځي، هغې له همدې ویډیو سره لیکلي چې “هو” او خوښي یې څرګنده کړې ده.

هندوستان له نن څخه لس کاله مخکې هم سریلانکا په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې په ممبیي کې ماته کړې وه، هغه وخت هم یوارج سینګ، ورندر سهواک، منف پاټل، یوسف پټان د هماغه سکواډ برخه و او په دې سیریز کې هم ددې سکواډ برخه و.

هندوستان د روډ سیفټي د سیالیو په پای لوبه کې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د سچن ټنډولکر تر کپتانسۍ لاندې اتلولي وګټله او د ټنډولکر لور په دې اړه سخته خوښي ښودلې ده.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې