مرکې

د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکي ام اس ډهوني او ویرات کوهلي ستایلي دي


د سویلي افریقا پخوانی الراونډر لوبغاړی او اوس د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکی لانس کلیوزنر په خپلې یوه تازه مرکه کې د ام اس ډهوني او ویرات کوهلي صفت کړی دی، نوموړي د ام اس ډهوني په اړه ویلي چې زه چې کله ام اس ډهوني ګورم نو فکر کوم چې خپل ځان ګورم.

هغه دا خبرې په یوه تازه مرکه کې کړې دي چې کرک ټرک په انګلیسي ژبه خپره کړې ده، نوموړي څخه د کوهلي او ډهوني په اړه پوښتنه شوې چې ددوی دواړو په اړه څه فکر کوې هغه ویلي ډهوني د لوبې کولو او شاټ وهلو یو ځانګړی تکیتک لري، هغه کولای شي بالر ډیر ښه ولوبوي او ډیر ښه چیس کوي زه چې کله هغه ګورم نو فکر کوم چې خپل ځان ګورم.

هغه د کوهلي په اړه هم ویلي چې زه داسې څوک نګورم چې له کوهلې سره یې مقایسه کړم هغه په یوه ځانګړي فکر سره لوبه کوي او ډیر قوي بیټینګ کوي.

لانس کلیوزینر د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی دی او اوس د افغانستان ملي لوبډلې کوچ دی د سویلي افریقا لپاره یې ډیرې لوبې کړې دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې