نړیوال کریکټ

انګلستان د مهمو لوبغاړو پرته د هند خلاف یو ورځنۍ لوبو ته لوبډله اعلان کړه.

انګلستان د کوربه هندوستان خلاف د درې یو ورځنیو سیالیو دپاره خپله ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه، په لوبډله کې چټک توپ اچونکی «جوفرا ارچر» د څنګلې ټپ له امله د هندوستان خلاف ۱۴ کسیزه لوبډله کې شتون نلري، له بلې خوا جیو روټ لا دمخه د ټیسټ لړۍ پای ته رسېدو وروسته بېرته انګلستان ته ستون شو.

۲۵ کلن چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر به د درملنې لپاره انګلستان ته ستون شي، د نوموړي ټپ به دا دې لامل هم شي چې د راتلونکي میاشت انډین پریمیر لیګ د پیل سیالۍ میس کړي.

د یکشنبې په ورځ د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ تائید کړه چې جوفرا ارچر به راتلونکې اونۍ د هند په وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ د لاسه ورکړي، ځکه چې نوموړی د درملنې په خاطر انګلستان ته غوښتل شوی دی.

د انګلستان په لوبډله کې لیګ سپنر «ماټ پارکینسن» شامل شوی دی چې نوموړی په شل اوریزه سیالیو کې په اختیاطي لوبغاړو کې شامل و، ترڅنګ یې چټک توپ اچونکی جک بال، کریس جورډن او توپ وهونکی ډیویډ ملان بیا په اختیاطي لوبغاړو کې شامل دي.

د هند په وړاندې درې یو ورځنۍ سیالیو ته د انګلستانۍ لوبډلې نوملړ: ایون مورګن لوبډلمشر ، معین علي ، جوني بیرسټو ، سیم بلینګس ، جوس بټلر ، سام کرن ، ټام کرن ، لیام لیونسټون ، میټ پارکینسن ، عادل راشید ، جیسن رای ، بین سټوکس ، رییس ټاپلي ، او مارک ووډ.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادو ترمنځ به لومړۍ یورځنۍ لوبه د مارچ په ۲۳ مه نېټه ترسره شي، پداسې حال کې چې دوهمه او وروستۍ دریمه سیالۍ به د مارچ ۲۶مه او ۲۸مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې