نړیوال کریکټ

۲۰۲۱ : د زمبابوی لپاره په شل اوریزو لوبو کې بدبخته کال

زمبابوی لوبډله چې د کرکټ په تاریخ کې ډیر پخوانی تاریخ لري او د نړۍ له ستر او لویو لوبډلو یې لوبې ګټلي دي د رسنیو د معلوماتو له مخې په وروستیو کې د خرابو لوبو کولو له امله یو څه وروسته شوې ده، آن چې دننه په کرکټ بورډ یې هم یو شمیر جنجالونه راپیدا شوي و.

خو روان ۲۰۲۱ کال بیخي ددې لوبډلې لپاره په شل اوریزه لوبو کې بدبخته کال دی او تراوسه په مکمله توګه له پرلپسې ماتو سره مخ ده، دې لوبډلې د کال له پیله تر اوسه پورې پرلپسې اوه سر په سر ماتې خوړه دي.

د ان ډي ټي وي د معلوماتو له مخې چې زمبابوی د کال له پیله تراوسه اوه لوبې بیللي دي لومړۍ لوبه یې بنګلدیش ته بیللې ده، درې پرلپسې لوبې یې پاکستان ته بایللې دې او دا دی اوس یې درې پرلپسې شل اوریزه افغانستان ته هم وبایللې.

د یادونې ده چې د همدې شل اوریزو لوبو ترڅنګ زمبابوی افغانستان ته هم په یوه ټیسټ لوبه کې هم ماتې ومنله.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې