دلوبغاړو په اړهلیګونه

کوهلي په نړیوالو جام کې د اوپنینګ غوښتنه وکړه.

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر، او انډین پریمر لیګ «ای پي ایل» کې د رائل چیلینجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر «ویراټ کوهلي» تائید کړه چې د ۲۰۲۱م کال راتلونکي «ای پی ایل» فصل کې به د بنګلور لوبډلې لپاره اوپنینګ وکړي.

ویراټ کوهلي د انګلستان پر وړاندې د سیریز په پنځمه او فاینل شل اوریزه سیالۍ کې د هندوستان لپاره پیلیزه توپ وهنه وکړه چې په ۵۲ توپونو یې *۸۰ ناسوځېدلي منډې وکړې او د روهیت شرما سره یې د ۹۴ منډو اوپینینګ «پیلیزه» ملګرتیا وکړه.

ویراټ کوهلي نه یوازې په «ای پي ایل» لیګ کې اوپینینګ ته زړۀ ښه کړی، ممکن د هند په کوربتوب راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې هم د روهیت شرما سره یو ځای پیلیزه توپ وهنه وکړي.

ویراټ کوهلي د سټار سپورټس سره په ځانګړي خبرو کې وویل چې هندوستان اوس مهال د منځیني ارډر لپاره ډېر ښه لوبغاړي لري، نو ممکن هغه راتلونکي نړیوال جام کې هم د هند لپاره اوپنینګ ترسره کړي، کوهلي زیاته کړه چې ما په شل اوریزه فارمټ کې په هر پوزیشن لوبې ترسره کړې دي، خو زه اخساس کوم چې په اوپنینګ کې ښه لوبه کولای شم.

د لومړی ځل ندی چې ویراټ کوهلي پیلیزه توپ وهنه کوي، نوموړی په ۲۰۱۶م کال کې هم د بنګلور لپاره اوپنینګ ترسره کړ چې پرلپسې یې «۳» سلیزې جوړې کړې، دا خورا اسانه ده چې د بنګلور لپاره ویراټ کوهلي او ډیډوت پډیکال پیلیزه توپ وهنه وکړي، ځکه چې دوی په میډل ارډر کې د ډیویلیرز او مکسویل په څېر لوبغاړي له ځان سره لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې